ویکی لیکس : د پنجاب انکارونه او د امریکا دوه مخۍ
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

ویکی لیکس ویبپاڼې تر اوسه د پټو رازونو او لاسوندونو یوازې « مشت نمونه خروار » افشا کړي او د لا ډېرو نورو د رسواکولو ژمنه يي کړې . په افشا شویو لاسوندونو کې د القاعدې، طالبانو ، اسلامي ګوند او نورو ترهګرو سره د پنجاب په اړیکو او همدارنګه د امریکا په دوه مخۍ او ټګۍ څرګندونې شوي چې  پنجاب او امریکا يي وارخطا کړي دي !

نه ومه خبر، پرده چې لږ شان ته مې پورته کړه    نه دې د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

ارواښاد الفت

په لاندې کرښو کې به د ویکی لیکس Wikileaks د څرګندونو په اړه د پنجاب د انکارونو او د امریکا د ټګیو برګیو او دوه مخیو څو بېلګې راواخلو :    

« د جولای په ۲۶ مه پاکستان د ویکي لیکس دا راپور رد کړ چې وايي پاکستان په افغانستان کې د نړیوالو او افغان ځواکونوپر خلاف په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی دی .

 

په واشنګټن کې د پاکستان سفیرحسین حقاني وویل چې دا راپور له هغو حقایقو سره په تضاد کې دی چې همدااوس په سیمه کې عملاً موجود دي او دا موضوع د یوې سرچینې له لورې اوازې او نظریې دي.

 

حقاني مخکې هم په غیر مستقیم ډول ویلي و چې په پاکستان کې د اصف علي زرداري د حکومت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستی او یا یې کم کړی دی »

د جولای په ۲۸ مه « د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل داسي نه شي کېدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي.  ښاغلی کامرون چې د پاکستان ګاونډي او سیال هیواد هند ته تللی ، همداراز وايي د پاکستان له لوري له هغو ډلو سره چې په تروریستي هلوځلو بوختې دي ، هرراز مرسته د نه زغملو ده .

د بریتانیا لومړي وزیر وویل د دا ډول ملاتړ او مرستې اسناد پخوا هم موجود وو. »

 « خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د بریتانیا د لومړي وزیر د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د بریتانیا لومړی وزیر باید له دې زړو اسنادوچې تایید یې هم ممکن نه دی ، د حالاتو د تحمیلولو لپاره کار وانخلي. »

همدارنګه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جولای په ۲۹ مه د ویکي لیکس  سندونو له افشا کولو وروسته کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل :« د تروریزم پرضد جګړه د افغانستان په کلیو او کورونو کې نشته بلکې له افغانستانه دباندې ده چې پناه ځایونه، روزنځایونه اود پیسو د راټولولو سرچینې یې هلته موجودې دي.»

 

کرزي وویل که لوېدیځوال وغواړي کولی شي پردغو اډو او مرکزونو برید وکړي او له منځه یې یوسي خو دا موږ ته د پوښتنې وړ ده چې دوی ولې دا کار نه کوي.

خو د جولای په ۲۹ مه د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت ویندوی عبدالباسط د افغانستان د ولسمشراود ملي امنیت د سلاکار د څرګندونو په اړه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوی څرګندونې ګونګې دي.

ده همداراز وویل چې دوی په کابل کې له خپل سفیرڅخه غوښتي چې په دې باب توضیحات ترلاسه کړي چې دا څرګندونې ولې شوي دي.

پاکستان وویل چې د افغانستان د ولسمشرحامدکرزي د څرګندونو په اړه ، چې (د نه پوهېدو وړ) یې بللې، د توضیحاتو غوښتنه کوي .

د یاد شویو او نورو سرچینو په اړه چې ټول په ګډه د ویکی لیکس ویبپاڼې څرګندونې تاییدوي او په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو په ملاتړ پاکستان افشاکوي ، پاکستان بیا پخپل دودیز خرځېل سره له هغو انکارکوي او نه يي مني !

بلخوا امریکا هم د ویکی لیکس لخوا افشاشوي لاسوندونه سم بولي خو د هغو افشاکول غندي او په دې توګه په یوه یا بله بڼه د حقایقو د بیان جرآت نه کوي او د هغو له څرګندونې تښتي !

«  د جولای په ۲۸ مه ولسمشر باراک اوباما هم دا کار وغنده او ویې ويل چې په افشا شوو سندونو کې نوي څه نشته. د امريکا د دفاعي چارو مشاور جيمز جونز هم په خپلو څرګندونو کې د اسنادو افشا کیدل غندلي خو دا یې نه دي رد کړي چې دا اسناد رښتيا نه دي.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د جولای په ۳۰ مه د افغانستان د جګړې په باب د ویکي لیکس له لوري په بېساري ډول د څه باندې نوي زره سندونو د خپرېدا په اړه وویل چې دا مسله کېدای شي د امریکايي پوځیانو او د هغوی د متحدانو لپاره سخت عواقب ولري او ممکن د خلکو د ژوند په بیه تمامه شي.

ګېټس د امریکا د ملي امنیت د حساسو سندونو د افشا په مخنیوي کې د پاتې راتلو په ځواب کې وویل چې پینتاګون اوس هڅه کوي چې نور لا ډېر حساس اسناد او شواهد خوندي کړي .

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن هم دا سندونه چې د ۲۰۰۴ او۲۰۰۹ ترمنځ وخت سره تړاو لري او ښيي چې د پاکستان استخبارات افغان طالبانو ته وسلې، پیسې او روزنه ورکوي د ولسمشراوباما په شان عادي وبلل .اوباما ویلي وو چې په دې سندونو کې نوې خبره نشته یعنې دا خبرې پخوا بیا بیا شوي دي. »

په دې توګه وینو چې پاکستان د ویکی لیکس د مستندو لاسوندونو په اړه د انکار او رد ، او امریکا د د دوه مخۍ او ټګۍ لار خپلوي !

همدارنګه د ویکی لیکس ویبپاڼې پر څرګندونو ځینوهېوادونو له څه ویلو ډډه کړي ، خو داسې ښکارې چې ژر او یا روسته به دوی هم په دې بهیر کې ورګډ شي .

سره له دې چې د پنجاب واکمنان په ټوله بېشرمۍ او سپين سترګۍ سره د پېښې شوې رسوایۍ په اړه انکار کوي او د امریکا واکمنان هم زړه نازړه دي او دوه مخي کوي ، خو د ۲۱ مې پيړۍ رسنۍ به هر منکر او زبرځواک لکه خس په مخه واخلي .

اخځونه :

تاند او افغان جرمن انلاین بریښناپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۳۰ مه

 


August 1st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی